مني لانډرنګ په وجه د روپې قدر کم شوې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په یو بیان کښې ویلي دي چې د ترقي پذیر هیواد نه د مني لانډرنګ په ذریعه ۷ کهرب ډالر باهر په ناقانونه توګه وتلی چې له وجهې ی د روپې قدر کم شوي دې، د روپې قدر کمیدو له وجهې په ملک کښې غربت هم زیات شوې دې.
عمران خان د ملګري ملتونو تر سیوري لاندې د نړیوال تجارت په عنوان غونډې ته په خپله آن لاین وینا کښې اوویل چې د مالدار ملکونو د کورونا ویکسین مهم په ډیره تیزې سره روان دې، په مالدار ملکونو کښې ۲۰ سلنه د کورونا ویکسین مهم په چټکې سره روان دې او په غریبه ملکونو کښې داسې نه ده، ده اوویل او غوښتنه ی وکړه چې دا ناانصافي دې ختم شي او غریبه ملکونو له دې کورونا ویکسین ورکړې شي او غریبه ملکونو ته دې قرضې هم ورکړې شي.
خان غوښتنه وکړه چې د کورونا ویکسین تقسیمولو کښې دې د انصاف نه کار واخستل شي او دا دې غریبه هیوادونو ته هم ورکړې شی چې د کورونا د مرض مخنیوي په صحیح توګه وکړې شي.
عمران خان دا هم اوویل چې د ماحولیاتي بدلون په مد کښې دې هم د غریبو ملکونو سره مالی مدد وکړې شي او د هیوادونو نه په ناقانونه توګه د روپۍ ویستلو مخنیوې دې هم وشی ځکه چې په نړۍ کښې داسې ځایونه شته چې هلته دا خلق خپلې روپې انتقال کړي او د غټو غټو ټیکسونو نه ځانونه بچ کړي، خان غوښتنه وکړه چې ددې ناقانونه د پیسو انتقال دې مخه ونیول شي.






