د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ اونرز فېډرېشن د پټرولو د نرخونو د لوړېدو وروستو په کرایه کې لس فیصده زیاتوالی راوستی دی
باغی ټي وي رپورټ
د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ اونرز فېډرېشن د پټرولو د نرخونو د لوړېدو وروستو په کرایه کې لس فیصده زیاتوالی راوستی دی.
د ترجمان له مخې د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ اونرز فیډریشن په غونډه کښې وویل شول چې د ډیزلو بیې زیاتیدو د ټرانسپورټ نظام تباه کړی دی.
د ترجمان له مخې د لاهور نه د راولپنډۍ، فیصل آباد او ملتان لپاره کرایه دوه روپۍ زیاته شوې ده.
د ترجمان په وینا د آل پاکستان پبلک ټرانسپورټ مالکینو فیډریشن خبرداری ورکړی چې د غچ اخیستو په صورت کې به عامه ټرانسپورټ بند کړی شي.