د پنجاب د پخواني وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د پخواني پرنسپل سيکرټري محمد خان بهټي په ضد د رشوت مقدمه درج کړې شوې ده.

0
203

باغي ټي وي رپورټ
د پنجاب د پخواني وزيراعلي چوهدري پرويز الهي د پخواني پرنسپل سيکرټري محمد خان بهټي په ضد د رشوت مقدمه درج کړې شوې ده.

د رشوت اخيستو په تور د محمد خان بهټي په ضد د فساد ضد پوليس سټيشن کښې مقدمه درج شوې ده۔

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې چارواکي وايي، محمد خان بهټي د لویې لارې له چارواکو څخه د ۴۶ کروړه روپیو په رشوت اخیستو تورن دی.
ايف آئي آر کښي د ايس ډي او هائي وے رانا محمد اقبال نوم هم شامل دے څوک چي ګرفتار کړے شوي دي۔

د فساد ضد ادارې د محمد خان بهټي د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.

د کرپشن مخنوي چارواکي وائي چي ايس ډي او رانا اقبال محمد خان بهټي ته د منصوبه بندئ لپاره په کروړونو روپئ ورکړي دي، د مواصلاتو او تعميراتي محکمي ډيرو چارواکو محمد خان بهټي ته رشوتونه ورکړي دي۔

Leave a reply