باغي ټی وی رپورټ
تهران: د ایران په شمال لوېدیځ کې د ترکیې پولې ته څېرمه د یوې زلزلې له امله دوه تنه مړه او ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې د تركيې پولې سره نزدې د ايران په شمال لويديځه سيمه كښې د ريختر په مقياس 5.9 درجې زلزله ريكارډ كړې شوې۔
د زلزلې ټکانونه په ۷۰ کلیو کې محسوس شوي، د زلزلې له امله په بېلابېلو پېښو کې ۲ تنه مړه او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.
د ایراني رسنیو په وینا، د زلزلې مرکز د ایران د خوی ښار ته څېرمه و، چې د بېړنیو حالاتو د مسوولینو په وینا، د زلزلې ځپلو سیمو کې واوره ورېږي او په ځینو سیمو کې برېښنا پرې شوې ده.
ایراني چارواکي وايي، په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورنې عملیات پیل شوي او ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.










Leave a Reply