د سندهـ د صحت محکمه د کراچۍ د کیماړۍ سیمې علي محمد لغاري گوټ کې د پراسرار مړینو کره علتونه نه شي معلومولی

باغي ټی وی رپورټ
د سندهـ د صحت محکمه د کراچۍ د کیماړۍسیمې علي محمد لغاري گوټ کې د پراسرار مړینو کره علتونه نه شي معلومولی.

د صحت محکمي په علي محمد لغاري گوټ کښي د مړو په اړه خپل رپورټ جاري کړي دي چي پکښي وئيلي شوي دي چي د جنورۍ د 26 نه تر 28م پوري د صحت محکمي ټيمونو د سيمي دوره کړي، سيمه کښي کيمپ لګولي او د اوسيدونکو ټيسټونه کړي دي۔ د ویلو ده چې د کارخانو د تړل کیدو نه وروسته د اړوندې سیمې خلکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

په راپور کې ویل شوي چې په سیمه کې ۴۹ ماشومان په شري اخته شوي، ماشومان واکسین شوي نه دي، ۱۵ ماشومان د شري له امله مړه شوي، په وژل شویو کې ۹ نجونې او ۶ هلکان دي.

د سندهـ د صحت محکمي رپورټ کښي وئيلي شوي دي چي ماشومان ښخ کړي شوي دي او والدينو د قبرونو د ايستلو نه انکار کړي دي۔

د روغتیا ریاست وايي چې دوی د اغیزمنې شوې سیمې څخه د اوبو، هوا او خاورې نمونې ازموینې پایلو ته په تمه دي.

بل لوري ته دکراچۍ په کيمري سيمه کې دوژنې مقدمه موچکو پوليس سټيشن کې دقتل اؤ ککړتيا دقانون لاندې درج کړل شوې ده.

د متاثره کورنۍ مشر غلام حسين د کارخانې مالکانو خلاف مقدمه درج کړې ده او وئيلي دي چې د ککړتيا له وجې د هغه ښځه، دوه زامن او لور مړه شوي دي۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网