د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله له لندن څخه هېواد ته راستون شوی دی
باغي ټی وی رپورټ
د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله له لندن څخه هېواد ته راستون شوی دی.
سرچينې وائي رانا ثناء الله په شخصي الوتکه اسلام اباد ته رسيدلى دى.
دسرچينو ترمخه رانا ثناء الله دوه هفتې په لندن کې دمسلم ليګ ن مشر نوازشريف سره په مشوره دپنجاب په سياسي صورتحال اؤ دپارټۍ دمنظمولو لپاره تګلاره جوړه کړې وه.
سرچينې وائي چې نواز شريف رانا ثناء الله ته مهمې دندې هم سپارلې دي.
ياده دې وي چې د مسلم ليګ ن نائب صدر او چيف آرگنائزر مريم نواز هم په لندن کې د څلور مياشتو پاتې کېدو وروستو وطن ته ستنه شوې ده.