بیلا ښار چینکي سټاپ ته څیرمه د مسافر وړونکي کوچ په کنده کې د غورځیدو له امله ۴۰ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي
باغی ټی وی رپورټ
لسبیلا: بیلا ښار چینکي سټاپ ته څیرمه د مسافر وړونکي کوچ په کنده کې د غورځیدو له امله ۴۰ تنه مړه او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
د ژغورونکو سرچينو له مخې، مسافر وړونکي کوچ په کندې کې له لوېدو وروسته اور ولګېد، د ژغورنې عملياتو په ترڅ کې د ١٢ کسانو مړي را ايستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
پولیس وايي، مسافر وړونکی کوچ له کوټې څخه کراچۍ ته روان و چې په بیلا کې د چینکي تمځای سره نږدې په کندې کې ولوېد او له ټکر سره مخ شو.
په دي اړه اسسټنټ کمشنر بيلا وئيلي دي چي د پيښي ځائي نه د امدادي کاروائي مکمل کړے شوي دي چي تر دي دمه د څلويښتو کسانو مړي راويستل شوي او څلور ژوبل کسان هسپتال ته رسولي شوي دي۔
اې سي بيلا وايي، چې له حادثې شوي بس څخه موندل شوي زياتره مړي د پېژندګلوۍ وړ نه دي، د جسدونو د پېژندلو لپاره به د ډي اېن اې ټېسټ وشي.