د پنجاب نگران کابینې غړو په خپله خوښه د تنخوا او سرکاری کور نه اخستو اعلان کړې دې

0
84

باغی ټی وی رپورټ
د پنجاب نگران کابینې غړو په خپله خوښه د تنخوا او سرکاری کور نه اخستو اعلان کړې دې.

د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په مشرۍ کښې د صوبائي کابينې لومړۍ غونډه وشوه چې پکښې د عامو انتخاباتو شفاف، آزاد او پرامنه ترسره کولو عزم څرګند کړے شو۔

په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د غاصبینو او د ځمکو د مافیا پر ضد به بې توپیره اقدام وشي.

د دې نه علاوه په پوليس كښې د شهيدانو د ماشومانو د ګمارلو لپاره د رياستي قوانينو نرمولو فيصله هم وشوه۔

په غونډه كښې په حادثو كښې د شهيد شوي پوليس اهلكارو كونډو لپاره د مالي مرستې له 2500 څخه 25 زره روپو ته د زياتولو منظوري هم وركړې شوه۔

Leave a reply