د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د اوړو، پټرول او بورې غلا بيا وايي چې مونږ ته ووټ راکړې

0
86

باغی ټی وی رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د اوړو، پټرول او بورې غلا بيا وايي چې مونږ ته ووټ راکړې .

بهاولپور کښې مزدورانو ته وینا کښې سراج الحق اوويل چې د آئي ايم ايف، ورلډ بينک او امريکې د غلامۍ له وجې زمونږ معيشت تباه شو، د 75 کالو اخري نتيجه دا ده چې د 20 لاکه نه علاوه 80 ميليونه پاکستانيان غربت سره مخ دي۔ له زده کړو بې برخې.

سراج الحق وويل که نن انصاف نه وي نو دپيپلز پارټۍ، مسلم ليګ(ن) اؤ تحريک انصاف ذمه واري ده، دغو دريوؤ ګوندونو پاکستان تباه کړى، نن پاکستان په سياسي، اقتصادي اؤ اخلاقي لحاظ دبدحالۍ په لوري روان دى.

ده وويل له څوارلسو کالو راهسې په سندهـ کې دپيپلز پارټۍ حکومت دى خو هيڅ پرمختگ نۀ دى شوى، په خيبرپښتونخوا کې دتحريک انصاف دحکومت په مهال کرپشن زيات شوى دى.

Leave a reply