ملي لوبډله نړیوال جام کې د شرکت په موخه عربي اماراتو ته روانه شوه

0
43

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ۲۰اوریز نړیوال جام کې د ګډون په موخه عربي اماراتو ته روانه شوه.

 

ټاکل شوې چې ملي لوبډله به لومړی قطر او بیا له قطر څخه عربي اماراتو ته لاړه شي.

 

د کرکټ ۲۰ اوریز نړیوال جام لومړی پړاو د اکتوبر له ۱۷مې پیلیږي او دوهم پړاو چې افغانستان ورته لاره موندلې د اکتوبر د میاشتې په ۲۴مه پیلیږي.

 

افغانستان به خپله لومړنۍ سیالي د اکتوبر د میاشتې په ۲۵مه وکړي.

 

له افغانستان سره په ګروپ کې هند، پاکستان او نیوزیلینډ دي.

Leave a reply