د تشکیلاتو کمېسیون غونډه کې د سپین زر دولتي شرکت په تشکیل، بودیجې، مالي پلان او نورو اړخونو هر اړخیز بحث ترسره شو.
د تشکیلاتو کمېسیون غونډه کې د سپین زر دولتي شرکت په تشکیل، بودیجې، مالي پلان او نورو اړخونو هر اړخیز بحث ترسره شو.
28 جنوري 2023
په دې غونډه کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون غړو د کندز سپین زر دولتي شرکت اړوند د تشکیل د ارزونې، بودجې او مالي پلان، کړنو، لاسته راوړنو او نورو ټولو مواردو په اړه هراړخیز بحث وشو.
د یاد شرکت عمومي رئیس او باصلاحیته استازو چې په غونډه کې حضور درلود په خپل راپور کې وویل، سپین زر دولتي شرکت په کندز کې واقع او د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې فعالیت لري، دا شرکت په ۱۳۱۴ کې د شمالي شرکت په نوم تاسیس او په ۱۳۳۹ کې يې نوم د کندز سپین زر شرکت ته واوښت.
دوی زیاته کړه، یاد شرکت په تېرو شلو کلونو کې کوم فعالیت نه درلود؛ خو د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته دوباره فعال، ترمیم، بازسازي او نوی شو، د اومه موادو په برابرولو سره یې اقتصادي څرخ په فعالیت پیل وکړ.
یاد شرکت په ۱۴۰۱ کال کې د کاغذي دستمالونو د تولید فابریکې په ایجادولو سره، د پخلنځي کاغذي رول، یخ، د زغرو غوړي، د کالو مینځلو صابون او کنجاړه هم تولید کړي دي.
اړوند موضوعات
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د معاشاتو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون غونډه جوړه شوه.
د غونډې په پای کې د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د سپین زر شرکت د ارتقاء او لا انکشاف په موړخه د یاد شرکت د فعالیت، نوښتونو، مدیریت، تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.