د پي ټي آئي مشر شاهد خان شينواري د امريکي کونسلر پبلک افيئر مونيکا ډيوس سره وليدل
نصیب شاه شینواري
د پاکستان تحریک انصاف مشر شاهد خان شينواري د امريکا کونسلر پبلک افيئر مونيکا ډيوس سره لیدنه کړې ده او په مهمو موضوع ګانو ی ورسره ټینګار کړې دې.
مونيکا ډيوس په خيبرپښتونخوا او په خاصه توګه په قبائيلي ضلعو کې د ځوانانو لپاره د لوبو فعاليتونو د تنظيمولو په خاطر شاهد شينواري ته خراج تحسين وړاندې کړو او د ځوانانو لپاره ی د شاهد شینواري د عملي هڅو ستاینه وکړه.
د امریکا هیواد کونسلر مونیکا ډیوس په ګډه د قبایلي ضلعو ځوانانو لپاره د ځوانانو د تبادلې پروګرام پیلولو اعلان وکړ.
په دې موقع هغې اوویل چې د تعلیم تر څنګ به د سپورټ میدانونو او د پاکو اوبو برابرولو ته ځانګړې پاملرنه کوي، هغې زیاته کړه چې هغه لوبغاړو ته به سکالرشیپونه هم ورکول کیږي کوم چې د سپورت په ډګر کې غوره کارکردګي کوي.