د اسلام اباد پوليسو د پاکستان د تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د جسماني ريمانډ د ردولو د جوډيشل مجسټرېټ فيصله چيلنج کړې ده

0
171

باغی ټی وی رپورټ
د اسلام اباد پوليسو د پاکستان د تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د جسماني ريمانډ د ردولو د جوډيشل مجسټرېټ فيصله چيلنج کړې ده.

د اليکشن کميشن په ضد د نفرت خورولو په کيس کښې اسلام آباد پوليس فواد چوهدري د جسماني ريمانډ ردولو فيصله چيلنج کړې ده۔

د اسلام اباد پوليسو د جوډيشل مجسټرېټ جج احمد راجا د پرېکړې په ضد د سيشن جج ته اپيل دائر کړی دی.

د پوليس لخوا په سيشن عدالت کښې جمع کړې شوي اپيل کښې وئيلي شوي دي چې د جوډيشل مجسټرېټ فيصله دې کالعدم ګرځولې شي او فواد چوهدري دې نور جسماني ريمانډ ورکړے شي۔

ياده دې وي چې تيره ورځ جوډيشل مجسټرېټ واعظ احمد راجا د فواد چوهدري د جسماني ريمانډ غوښتنه رد کړې وه او هغه يې جوډيشل ريمانډ ته استولې وو۔

د سيشن جج طاهر محمود خان د پوليس په درخواست د اړخونو ته نوټس جاري کولو سره د مقدمې اورېدنې لپاره ټاکلې ده.

Leave a reply