د سکواش پخوانی نړیوال اتل جان شیر خان وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات کړی دی

0
223

باغی ټی وی رپورټ
د سکواش پخوانی نړیوال اتل جان شیر خان وزیراعظم شهباز شریف سره ملاقات کړی دی.

وزيراعظم جان شېرخان (8 ځله ورلډ چيمپيئن او 6 ځله برټش اوپن چيمپئن) ته خراج تحسين وړاندې كړو۔

وزيراعظم وويل تاسو اؤ ستاسو کورنۍ دخپلې لوبې په ذريعه په ټوله نړۍ کې دپاکستان نوم روښان کړى دى، ټول ملت په تاسو وياړي، په هيواد کې دسکواش لوبې مشهورولو اؤ ددغه لوبې په وده کې ستاسو خدمات دقدر وړ دي. ارزښتونه شتون لري.

هغه وويل، حکومت په هېواد کې د سکواش په ګډون د ټولو ورزشونو د ودې لپاره کافي اقدامات کوي، د ورزشي ډګرونو برابرول او ځوانانو ته د غوره لوبو اسانتياوې د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي.

پخواني ورلډ چيمپيئن جان شېرخان وزيراعظم ته د سکواش د ودې لپاره د خپلو وروستيو فعاليتونو په اړه معلومات وركړل كوم چې وزيراعظم ستائنه وكړه۔ د يادونې وړ ده، چې جان شېرخان په دې ورځو کې د سکواش ځوانو لوبغاړو ته روزنه ورکوي.

Leave a reply