په اصف زرداری د قتل تور، پیپلز ګوند پریکړه کړې چې د عمران خان په ضد به قانونی کاروایی وکړی

باغی ټی وی رپورټ
د پیپلز پارټۍ دا غبرګون وروسته له هغې مخې ته راغلی چې عمران خان پر اصف زرداري د هغه د وژنې دسیسه جوړه کړې وه.
د پيپلز ګوند مشر شرجيل ميمن په خپل بيان کې ويلي چې په دې معامله کې به د عمران خان خلاف قانوني کاروايي کوي.
د سندهـ د اطلاعاتو وزیر شرجیل میمن زیاته کړه چې د اصف علي زرداري په ضد د عمران تورونو د سنجیده کولو ضرورت نشته.
شرجیل میمن وویل چې عمران خان د ارزان شهرت لپاره نوی داستان خرڅوی.






