هرات سوداګرو او صنایعو خونه وایي یاد ولایت کې د مېرمنو سوداګریز فعالیتونه ښه شوي دي.

هرات سوداګرو او صنایعو خونه وایي یاد ولایت کې د مېرمنو سوداګریز فعالیتونه ښه شوي دي.
27 جنوري 2023
د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولين وایي، چې د یاد ولایت د محلي ادارې د ښځو له کاروبار څخه ملاتړ کړی، چې له امله يې په تېرو دوو مياشتو کې د مېرمنو سوداګریز فعالیتونه ښه شوي دي.
د یاد ولایت د سوداګرۍ او صنايعو خونې مسوولین تازه ویلي، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د مېرمنو لپاره دوه مارکېټونه شتون لري، چې په کې یوازې مېرمنې خپل سوداګريز فعالیتونه کوي.
د مسوولینو په وینا، په څه باندې یوه کال کې د هرات نږدې ٤٠٠ ښځو د سوداګرۍ جوازونه ترلاسه کړي دي.
اړوند موضوعات
هغوی وایي، چې د هرات سیمه ییزه اداره په دغه ولایت کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ د ښځو له سوداګریزو فعالیتونو، چې له اسلامي شریعت سره سم وي، ملاتړ کوي.





