لکونو افغانانو نن ورځ د هیواد په لر او بر ولایتونو او سیمو کې د سویډن او هالنډ له لورې د قرانکریم توهین وغندلو.

0
95

لکونو افغانانو نن ورځ د هیواد په لر او بر ولایتونو او سیمو کې د سویډن او هالنډ له لورې د قرانکریم توهین وغندلو.

27 جنوري 2023

څو ورځې وړاندې په سویډن کې یو متعصب د الله ستر کتاب قران کریم ته اور ورته کړ او ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې او همهاله هالنډ کې یو متعصب سیاستوال هم د قران توهین ترسره کړ، چې د لر او بر مسلمانانو له سخت غبرګون سره مخ شو.

 

نن د هیواد په ټولو ولایتونو کابل، ننګرهار، بدخشان، پکتیا، خوست، غزني، پنجشیر، غور، بغلان، لغمان، بلخ، بادغيس او یو شمیر نور ولایتونو کې لکونو تنو د یوه سوله يیز لاریون په ترڅ کې په سویډن او هالنډ کې قرانکریم ته سپکاوی او سوځول وغندل او دا یې یوه غیرې انساني کړنه وبلله.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت په سویډن کې قرآن کریم سوځیدل په کلکو ټکو غندلي او عامل ته یې جزا غوښتنه کړی.

لاریون کوونکو پر سویډن او نورو کفري هېوادنو د شعارونو په ورکولو سره د خپل مقدس کتاب قرانکریم د بې حرمتۍ په هکله خواشیني څرګنده کړه او د یاد عمل ترسره کوونکو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

حماد

Leave a reply