د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو ادعا کړې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان نه شخصي امنیت واپس اخستل شوی دی

0
102

باغی ټی وی رپورټ

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشرانو ادعا کړې چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان نه شخصي امنیت واپس اخستل شوی دی.
د پي ټي آئي مشر او مشهور سندرغاړي سلمان احمد په سوشل ميډيا په خپل يو بيان کښې ليکلي چې پوليس دا خبره تصديق کړې ده چې د پخواني وزيراعظم عمران خان نه د رانا (د داخله وزير رانا ثناءالله) په هداياتو شخصي امنیت اخستل شوي دي۔

نوموړي زیاته کړې، چې له امنیتي ګواښونو او د نومبر په درېیمه د انتحاري حملې په اړه له پوهېدو سره سره، له عمران خان څخه په قانوني توګه اخیستل شوی امنیت بېرته واخیستل شو.
بل لوري ته پخواني وفاقي وزير مراد سعيد هم په خپل پيغام کې ويلي دي چې دعمران خان دامنيت لرې کولو سره څه پيغام ورکول غواړئ، زرداري او نور خلک دپيسو په ورکولو سره عمران خان وژل غواړي.

مراد سعید وویل په کوم ملک کې چې د فواد چوهدري دا رویه ده د بني ګاله او عمران خان نه امنیت نیول کیږي.

د عمران خان د امنیت په اړه د اسلام اباد د پولیسو بیان هم مخې ته راغلی چې په کې ویلي یې دي چې بني ګاله د پخواني لومړي وزیر شخصي استوګنځی دی، پخوانی لومړی وزیر له څو میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې استوګن نه دی. د اسلام آباد پولیس یا د نورو صوبو پولیس نشي ګمارل کیدی.

دسرچينو ترمخه په بني ګاله کې دعمران خان په کور کې داسلام اباد پوليس ډي ايس پي پشمول 70 افسران تعينات شوي چې په بيلا بيلو شفټونو کې ډيوټي ترسره کوي.

Leave a reply