د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د عمران خان د ګرفتارولو هيڅ اراده نشته خو د عمران خان له بيانونو داسې ښکاري چې هغه دې يو ځل ګرفتار کړے شي،عمران خان دې هیواد کښې طوفان جوړول غواړي

0
76

باغي ټي وي رپورټ

د داخله چارو وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د عمران خان د ګرفتارولو هيڅ اراده نشته خو د عمران خان له بيانونو داسې ښکاري چې هغه دې يو ځل ګرفتار کړے شي،عمران خان دې هیواد کښې طوفان جوړول غواړي.
لندن کښې ميډيا سره خبرو کښې رانا ثناءالله وئيلي دي چې د فواد چوهدري په ضد ايف آئي آر بالکل صحيح دے څوک چې د فواد چوهدري نيول د حکومت انتقام ګڼي هغه دې يو ځل لاړ شي او ايف آئي آر دې وګورې نو معلومه به شي چې دا مقدمه څه ده۔ د ټاکنو کمیسیون څخه وو.

ده ووئيل چې هغه سبا بېرته پاكستان ته ځي، نن د نواز شريف سره ملاقات لري، د نواز شريف هدايات اخلي، مريم نواز به د فرورۍ په لومړۍ نېټه د پنجاب او خېبرپښتونخوا دوره كوي۔د فواد چوهدري خلاف ايف آئي آر د سېكتر الېكشن په غوښتنه درج كړې شوې۔ کمیسیون فواد چوهدري د الېکشن کمېشن خلاف خبرې کړې وې چې په اړه يې اليکشن کميشن ګام پورته کړ.

هغه وويل دا مهال د عمران نيازي د نيولو حق نه لري، خو د عمران نيازي په اړه چې کومې خبرې کوي، فکر کوم چې بايد ونيول شي.

Leave a reply