د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري اډياله جيل ته منتقل کړے شو
باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف مشر فواد چوهدري اډياله جيل ته منتقل کړے شو۔
د جيل سرچينو ترمخه فواد چوهدري به اډياله جيل کښې طبي علاج کوي او د طبي معاينې نه پس به ورته يو بيرک الاټ کړے شي۔
د جيل سرچينې وايي، دا پرېکړه نه ده شوې چې فواد چوهدري ته به بي کلاس ورکول کېږي او که نه.
بل اړخ ته د اسلام آباد ضلعي او سيشن عدالت د اليکشن کميشن خلاف نفرت خورولو مقدمه کښي فواد چوهدري په جوډيشل ريمانډ جېل ته استولو ليکلي فيصله جاري کړي ده۔
جوډيشل مجسټرېټ وقاص احمد راجا په دوه پاڼو مشتمل ليکلې فيصله جاري کړې چې پکې وئيل شوي چې پوليسو د فواد چوهدري د 7ؤ ورځو جسماني ريمانډ غوښتنه کړې ده، چې د لاهور نه دې کولو لپاره پوليس دريځ خپل کړو چې د فواد چوهدري ټېسټ نه شي کولے. د وخت د نشتوالي له امله ترسره کیږي.
د پرېکړې په متن کې ویل شوي چې د پولیسو له مخې باید فواد چوهدري د عکس اخیستلو لپاره لاهور ته یوړل شي او د هغه موبايل او نور وسایل دې د پلټنو لپاره صادر کړل شي.
د پرېکړې په متن کې د پي ټي ايي له مشر څخه غوښتنه شوې چې د پوليسو سره شته موبايل سيم بلاک کړي، هغه وويل زما موبايل د اسلام اباد پوليسو سره دی.
په فيصله کې وئيل شوي چې دپوليسو دزيات ريمانډ غوښتنه دميرټ په اساس نه ده، فواد چوهدري دې دفرورۍ په 10مه نيټه بيا پيش کړل شي.
ياده دي وي چي د اسلام آباد سيشن عدالت د فواد چوهدري د نور ريمانډ ورکولو لپاره د پوليس درخواست مسترد کړے او هغه ئي په جوډيشل ريمانډ جېل ته استولي وو۔