د پي ټي آئي د مشر فواد چوهدري د ضمانت درخواست باندي اړخونو ته نوټس جاري کړے شوے دے

0
233

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي د مشر فواد چوهدري د ضمانت درخواست باندي اړخونو ته نوټس جاري کړے شوے دے۔

د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې د فواد چوهدري وکيلانو د ګرفتارۍ نه پس د ضمانت درخواست جمع کړے وو چې پکښې وئيلي شوي وو چې فواد چوهدري په مقدمه کښې په غلطه توګه تور لګولې شوې دې۔
د درخواست د متن له مخې، مدعي يوازې د فواد چوهدري ځورول او بليک ميل کول غواړي.

درخواست کې د فواد چوهدري د ضمانت غوښتنه شوې ده.

وروستو د سيشن جج طاهر محمود د ضمانت د درخواست اورېدنې په اړه محفوظ کړې شوې فيصله ورکړه په کومه کښې چې سيشن جج وويل د کوهسار پوليس سټيشن متعلقه مجسټرېټ وقاص احمد به د درخواست اورېدنه کوي۔

د سيشن جج د فيصلې په اړه جوډيشل مجسټرېټ وقاص احمد وويل چې دا درخواست د هغه په ​​اختيار کې نه راځي نو ځکه يې اورېدنه نه شي کولى.

د جوډيشل مجسټرېټ د انکار نه پس سيشن جج طاهر محمود د ضمانت درخواست ايډيشنل سيشن جج فيضان ګيلاني ته استولې دې۔

د ايډيشنل سيشن جج فيضان ګيلاني د فواد چوهدري د ضمانت درخواست په اړه لنډه اوريدنه وکړه او فریقينو ته يې د نوټس جاري کولو وروستو اوريدنه تر سبا پورې وځنډوله.

ياده دې وي چې د اسلام اباد عدالت د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د جسماني ريمانډ غوښتنه رد کړې او هغه يې په جوډيشل ريمانډ جېل ته لېږلی دی.

Leave a reply