د پاکستان او سعودي عرب د لوړپوړي امنیتي چارواکو ملاقات کړې

د پاکستان فوځ سرلښکر او د سعودی عرب امنیتي چارواکي لیدنه کړې.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه او د سعودي عرب د سمندري ځواکونو مشر وایس ایډمر فهد بن عبدالله سره ملاقات کړې ، په دې اهم ملاقات کښې د پاکستان او د سعودی عرب دې لوړپوړو امنیتي چارواکو په دې علاقه کښې د راپیښ سیاسي او سیکوریټي په صورت حال او بدلون ټینګار کړې دې.
په دې اهم ملاقات کښې دواړو مسلمان هیوادونو چارواکو په افغانستان کښې رامنځته شوي سیاسي بدلونه او په افغانستان کښې د امن د ټینګولو په اړه هم خبرې اترې کړي دي. د سعودی عرب چارواکي د افغانستان نه د امریکایی او نیټو ځواکونو په کامیابه انخلا کولو باندې د پاکستان د خدمتونو ستاینه وکړه.
یاده دې وی چې په دې ملاقات کښې د پاکستان او سعودی عرب ترمینځ د امنیتي او دفاعي همکارۍ کولو او زیاتولو په اړه هم خبرې وشوې او دا فیصله وشوه چې پاکستان او سعودی عرب به د دفاع په میدان کښې د یوبل هیواد مرستې نورې هم زیاتې کړي.
سعودی بحریہ کے وائس ایڈمرل فہد بن عبداللہ کی پاکستان کے آرمی چیف جنرل قمر جاوید باجوہ سے ملاقات، افغانستان کی صورتحال اور علاقائی امن و امان پر بات چیت، افغانستان سے کامیاب انخلا پر پاکستان کے تعاون کا شکریہ ادا کیا، پاک سعودی سیکیورٹی اور دفاعی تعاون کو مزید فروغ دینے کا فیصلہ pic.twitter.com/dIRBEKaMEk
— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 5, 2021





