د پنجاب نګران کابينې اتو وزيرانو ته وزارتونه وسپارل شول

باغی ټی وی رپورټ
لاهور: د پنجاب نګران کابينې اتو وزيرانو ته وزارتونه وسپارل شول.
نگران صوبائي حکومت وزيرانو ته د قلمرو د سپارلو نوټيفيکيشن جاري کړے دے د کومي له مخې بلال افضل ته د مواصلاتو او ورکس او ايکسائز او ټيکسيشن وزارتونه ورکړے شوي دي۔
ایس ایم تنویر به د انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزیر وي، ډاکټر جاوید اکرم به د روغتیا او طبي زده کړو لپاره ځانګړي شي.
د دې تر څنګ ابراهیم مراد به د سیمه ییزو حکومتونو، ډاکټر جمال ناصر د لومړنیو او ثانوي روغتیا وزیر، اظفر علي به د اوقاف، زکات او عشر او منصور قادر به د لوړو زده کړو او ښوونځیو وزیر وي.






