د کرمې ضلعې یوې غریبې کورنې ښځینه ناروغې له چارواکو غوښتنه کړې چې علاج ی د پیښور په سی ایم ایچ روغتون کښې ترسره شي

0
195

باغی ټی وی رپورټ

د کرمې ضلعې په مناتو په مرکزي کرم سیمه کې د یوې غریبې کورنۍ سره تعلق لرونکې یوې زنانه چې د شوګر، د وینې فشار، زړه او سترګو په مختلفو ناروغیو اخته ده د سی ایم ایچ نه یې د فوري مفت علاج کولو غوښتنه کړې ده.

د مرکزي کرمې د ميناتو سيمې يوه اووه اووه ويشت کلنه بيګم بي بي چې په مختلفو ناروغيو اخته ده، د يوې ډيرې غريبې کورنۍ سره تعلق لري.
هغوی د زړه انجيوګرافي ته اړتیا لري او غواړي چې د پېښور په CMH کې يې درملنه وشي.

ده په دې اړه د پېښور کور کمانډر حسن اظهر حيات، د خېبرپښتونخوا وزيراعلي او د سمندر پار پاکستانۍ وزير ساجد طوري، کمانډر 73 بريګيډ او نورو اړونده چارواکو څخه غوښتنه کړې چې د درملنې لپاره سي ايم ايچ ته د لېږدولو امر وکړي.

Leave a reply