د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري عدالت ته وئيلي دي کوم بيان چې ده ورکړے د هغه د پارټۍ دريځ دے

باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: د پي ټي آئي مشر فواد چوهدري عدالت ته وئيلي دي کوم بيان چې ده ورکړے د هغه د پارټۍ دريځ دے.
د کمېټۍ په روسټرم کې د وینا پر مهال فواد چوهدري وویل چې عمران خان د پاکستان لپاره مبارزه کوي او موږ به رښتیا وایو.
ده ووئيل چې زه د تحريك انصاف وياند يم او دا ضروري نه ده چې زما خپل نظر وي، ما د خپل ګوند نمايندګي كوله، څه چې ما وئيلي هغه زما د ګوند موقف دے.
فواد چوهدري عدالت ته وويل چې زه د اسلام اباد پوليسو نه بلکې د لاهور پوليسو نيولی يم، زما موبايل د پوليسو سره دی نو زما سيم دې بلاک کړل شي.
عدالت د اورېدنې په مهال فواد چوهدري ته د خپلې کورنۍ سره د ملاقات اجازه هم ورکړه.






