د پلټنو افسر د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د نيولو په مقدمه کې د نورو پلټنو لپاره د نور جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه.

باغی ټی وی رپورټ
د پلټنو افسر د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د نيولو په مقدمه کې د نورو پلټنو لپاره د نور جسماني ريمانډ غوښتنه وکړه.
د فواد چوهدري په ضد د حکومتي ادارو خلاف نفرت خورولو مقدمه د اسلام آباد په ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ کښې اوريدلې ده۔
فواد چوهدري د دوه ورځني ريمانډ پوره کولو نه پس عدالت ته راوستل شو، فواد چوهدري د عدالت د وخت شروع کيدو نه وړاندې عدالت ته راوستلے شو۔
بابر اعوان، فيصل چوهدري، حماد اظهر، شيرين مزاري او زلفي بخاري هم د عدالت په کوټه کې موجود دي.
د اوريدنې په مهال تحقيقاتي افسر وويل فواد چوهدري د آئيني ادارې په ضد نفرت پيدا کوي، فواد چوهدري بدامني پيدا کولو کوشش کوي، بيان د اليکشن کميشن کارکونکو ژوند په خطر کې اچوي، د فواد چوهدري څخه نور د تحقيقاتو لپاره جسماني ريمانډ ضروري دى.
د تحقيقاتي افسر وينا ده چې د فواد چوهدري غږ مېچنګ شوے دے، فوټوګراميټريک ټېسټ به لاهور نه کولے شي د کوم لپاره چې نور جسماني ريمانډ پکار دي۔
استغاثې لخوا د شهباز ګېل کيس ريمانډ ورکړے شو او وې وئيل چې د شپې 12 بجې د 2 ورځو ريمانډ ورکړے شوې يوه ورځ ختمه شوې ده، په عملي توګه مونږ ته د يوې ورځې ريمانډ ترلاسه شوے دے، بايد نور ريمانډ ورکړے شي۔
د الېکشن کمېشن وکيل وايي د فواد چوهدري بيان ريکارډ پران دی، فواد چوهدري هم خپله وينا منلې ده، په وينا يې هيڅ اعتراض نه شي کېدای، تورن کس بيان منلی دی، فواد چوهدري د نفرت خپرولو هڅه کړې، په حکومت يې تورونه لګولي، چې په وينا يې د اليکشن کميشن سيکرټري فواد چوهدري وئيلي دي چي هغه به د اليکشن کميشن د ملازمينو کورونو ته ځي۔
د الېکشن کمېشن وکيل وويل په راتلونکو څو مياشتو کې د الېکشن کمېشن رول ډېر مهم دی، د اليکشن کمېشن کار د کرپشن ختمول دي خو فواد چوهدري فشارونه پېدا کوي، د اليکشن کمېشن د دېوال خلاف کاروائې کيږي فواد چوهدري يو سينئر سياستمدار دے خو هيڅوک د قانون نه پورته نه دي، د فواد چوهدري د کور تلاشي کول ضروري دي، د فواد چوهدري په موجودګۍ کښې د کور نه ليپ ټاپ او موبائل ترلاسه کول ضروري دي، د فواد چوهدري بيان کښې نور کسان هم شامل دي۔
وکيل فواد چوهدري بابر اعوان وويل زه هم د فواد چوهدري په بيان کې شامل يم په کومه کې چې د بابر اعوان او د الېکشن کميشن د وکيل ترمېنځ ترخې خبرې شوې وې.
بابر اعوان وايي اتومي ریاست مو د موم په ګولۍ بدل شوی، د قاضیانو کورونو ته د تلو خبره شوې، کاغذ مو نه دی ترلاسه کړی.
د الېکشن کمېشن وکيل وويل د فواد چوهدري بيان د يوۀ ملازم بيان نه دے، دا د يوې ډلې بيان دے، نه صرف د اليکشن کميشن په ضد بلکې د اليکشن کميشن د لوړپوړو چارواکو خلاف هم کمپاين روان دے او ټول ملکان دي. د محکمې په وړاندې مساوي دي.
بابر اعوان وويل چې په مقدمه کې مدعي عوامي خدمتګار دی، ټيکس عوام ورکوي، ټيکس حکومتي چارواکي لګوي، د عوامي خدمتګار مطلب د خلکو خدمتګار دی.






