وفاقی حکومت باید داسې اقتصادي پلانونه راوړي، د ډالر او ریال نرخ قابو کړی چې حج نور ګران نه شي: د هوپ پاکستان مشرانو غوښتنه

نصیب شاه شینواري
هوپ ،حج ارګنایزرز ایسوسی ایشن اف پاکستان خیبر پختونخواه د حج 2023 او حاجیانو ته د غوره اسانتیاو برابرولو په اړه غونډه وکړه، د حج 2023 په اړه په مهمو موضوعاتو باندې بحث وشو.
د تفصيلاتو ترمخه دغه غونډه د هوپ خيبر پښتونخوا صوبائي دفتر پيښور کښې د هوپ خيبر پښتونخوا صوبائي چيئرمين کامران زيب په مشرۍ کښې اوشوه.
په دې غونډه کښې د هوپ خیبر پښتونخوا او مرکزي اتحادیی مشرانو پیرعاقل شاه، وحیدالله ، فیصل صبوري او یو شمیر نورو مشرانو هم ګډون وکړو.
له غونډې وروسته ميډيا سره په خبرو کې د هوپ خيبر پښتونخوا چيئرمېن کامران زيب او د حج ارګنایزرز پاکستان مرکزي مشرانو الحاج ثناالله، الحاج مسعود خان شينواري وويل چې د پرائيويٽ حج تنظيمونکي له تېرو څو کلونو راهسې د پرائيوټ سکيم پاکستان حاجيانو ته د حج پر مهال غوره سهولتونه ورکوي.
ده ووئيل سعودي عرب چارواكو هم د حاجيانو لپاره د غوره سهولتونو او انتظاماتو په لړ كښې د پاكستان حج شرکتونو ستائنه كړې او د پرائيویټ حج آرگنائزرانو ته ی د ښه كاركردګۍ په سر د ستائنې سندونه وركړې دي۔
هغوی وویل چې په دې وروستیو کې د هوپ صوبایی او مرکزي مشرتابه سعودي عربستان ته سفر کړی او د ۲۰۲۳ کال د حج په اړه یې د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزارت له مسوولینو سره کتلي دي.
هغه وويل، چې د تېرو کلونو د غوره اسانتياو په پام کې نيولو سره به سږ کال هم د پرایویټ حج سکيم له لارې حاجيانو ته غوره اسانتياوې برابرې شي.
هوپ مشرانو وویل چې د ډالرو د ګرانښت له وجې حج به نور هم ګران شي.
هغوی اوویل چې که په ملک کښې اقتصادی بحران قابو نه کړے شی نو حج به نور هم ګران شی.
مشرانو وویل چې موږ د حج انتظاماتو د ښه کولو لپاره د مذهبي چارو وزارت سره په ګډه کار کوو ترڅو پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه شي چې د حج لپاره غوره اسانتیاوې لري،حاجیانو ته ښه سهولتونه ورکوی او دغه شان ډیر پاکستانی حاجیان حج وکړي
مشرانو وویل چې وفاقي حکومت باید داسې اقتصادي پالیسي راولي چې په ملک کې د ډالر او ریال نرخ د پاکستانۍ کرنسۍ په پرتله نور ګران نه شي او د حج اخراجات نور زیات نه شي.
د هوپ مشرانو اوویل او اندیښنه ی څرګنده کړه چې که حکومت د ډالر نرخ قابو نه کړي او په اقتصادي بحران قابو را نه ولي نو امکان شته چې د حج اخراجات نور هم زیات شي.
……………………………






