غني او ټیم دې ونیول شي
غني او ټیم دې ونیول شي
وروسته تر هغې چې غني سره یې لۀ ملګرو لۀ افغانستان څخه وتښتېد یو شمېر افغانانو غږ کړی چې غني سره لۀ ملګرو دې باید ونیول شي.
(2021 / 8 /20 نېټه باغي ټلویزیون)
د تېرې یکشنبې پۀ ورځ کله چې طالبان د کابل ښار ته دننه شول ولسمشر غني او نیږدې ملګري یې حمدالله محب او محمود فضلي لۀ هېواد څخه وتښتېدل او هر څۀ یې ګډوډ پرېښودل، اوس د ټولنینزو رسنیو یو شمېر افغانان هوډ لري چې پۀ کاناډا او ځینو نورو هېوادو کې لاریونو وکړي او پۀ انټرپول پولیسو غږ وکړي چې غني او ملګري دې ونیول شي او محکمه دې شي.
دوه ورځې لۀ تېښتې وروسته غني راڅرګند شو او ویې ویل چې پۀ دوبی کې استوګند شوي دي، پۀ غني تور دی چې دۀ لۀ ځان سره ۱۶۹ میلونه ډالر وړي دي؛ خو ښاغلي غني یاد تورونه بې بنسټه ګڼلي او ویلي یې دي چې ډېر ژر به لۀ نوې تګلارې سره هېواد ته ستون شي.
هېره دې نۀ وي چې څۀ وخت وړاندې ولسمشر غني پخپلو خبرو کې ویلي ؤ چې غازي امان الله خان ورباندې ګران دی ؛ خو هغه تېښته کړې وه او لس یې یوازې پریښی ؤ.