په ائتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ او جمعیت علمای اسلام ف غونډه شوې چې پکې د عامو انتخاباتو په اړه په نوې تګلاره غور وشو

0
200

باغي ټی وی رپورټ
په ائتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو د مشرانو، پاکستان مسلم لیګ (ن)، پیپلز پارټۍ او جمعیت علمای اسلام ف غونډه شوې چې پکې د عامو انتخاباتو په اړه په نوې تګلاره غور وشو.

سرچينې وائي وفاقي حکومت د نوي ډيجيټل مردم شمارۍ لاندې ټولټاکنې ترسره کولو غور پيل کړى دى.

دسرچينو له مخې دوزيراعظم شهباز شريف اصف زرداري، مولانا فضل الرحمان اؤ نورو متحدينو سره په ليدنه کې په دغه تګلاره غور شوى. په ملاقات كښې د پنجاب او خېبرپښتونخوا د انتخاباتو په اړه هم خبرې وشوې۔

دسرچينو ترمخه حکومت د نوې مردم شمارۍ په اساس دانتخاباتو ترسره کولو لپاره دانتخاباتو کميشن سره دمرستې په اړه هم غور کړى دى.د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د مردم شمارۍ نتيجې به په 30م اپريل جاري کولى شي.

ياده دې وي چې اليکشن کميشن وړاندې ويلي وو چې د نوې مردم شمارۍ وروستو به د نوو حلقو جوړولو لپاره شپږ مياشتې وخت لگيږي، د پنجاب اسمبلۍ ٩٠ ورځې د اپرېل په ١٤مه او د خيبرپښتونخوا صوبې د اپرېل په ١٨مه پوره کېږي.

Leave a reply