اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اسلامي هیوادونو د اسلام د دفاع لپاره د وحدت غږ کړی.

0
112

اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اسلامي هیوادونو د اسلام د دفاع لپاره د وحدت غږ کړی.

 

26 جنوري 2023

 

وروسته له هغې چې په هالنډ کې د يوې افراطي ډلې مشر(( اډون واګينسفيلډ)) د قرآنکريم نسخې وڅېرلې؛ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا کار په کلکو ټکو وغانده.

 

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو و زارت څخه تازه په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې په غبرګون کې د نړۍ له اسلامي هېوادونو غوښتل شوي ،چې له اسلام څخه د دفاع لپاره يو دريځ غوره کړي، ترڅو له خپل دين څخه په ښه توګه دفاع وکړي.

 

په خپره شوې اعلاميه کې د ياد هېواد له حکومت څخه غوښتنه شوې، چې دغه سياستوال مجازات او د سياسي فعاليت جواز دې ترې واخېستل شي.

 

په همدې حال کې د دې پېښې په غبرګون کې ترکيې د هالنډ سفير احضار کړی او دا کار يې په کلکو ټکو غندلی دی.

اړوند موضوعات

اسلامي امارت په سویډن کې قرآن کریم سوځیدل په کلکو ټکو غندلي او عامل ته یې جزا غوښتنه کړی.

د يادونې وړ ده ،چې څو ورځې وړاندې په سويډن کې هم يو سياستوال د قرآنکريم نسخې سوځولې وې چې ګڼ غبرګونونه يې راوپارول.

حماد

Leave a reply