د خېبر پښتونخوا نګران کابینې سوګند پورته کړی، په کابینه کې ۱۵ وزیران شامل دي

باغی ټی وی رپورټ
د خېبر پښتونخوا نګران کابینې سوګند پورته کړی، په کابینه کې ۱۵ وزیران شامل دي.
د ملاکنډ څخه د پولیسو پخوانی آئي جی سید مسعود شاه د نگران وزیراعلی محمد اعظم خان سمدھی دی.
د صوبايي وزير جسټس ريټائرډ ارشاد قيصر تعلق د پيښور سره دے، هغې د پيښور هائي کورټ جج او د پاکستان د اليکشن کميشن د غړې په توګه کار کړی دی.
د صوبائي وزیر بیرسټر سنول نذیر تعلق د بنو سره دی او د مسلک له اړخه وکیل دی.
شاهد خان خټک یو سوداګر دی او د نوښار سره تعلق لري. هغه د عوامي نیشنل ګوند په ټیکټ د صوبايي او قومي اسمبلۍ په انتخاباتو کې برخه اخیستې ده.
د صوبايي وزيرانو تاج محمد آفريدي او منظور آفريدي تعلق د خيبر ضلعې سره دے منظور اپريدي د جے يو آئي سره تعلق لري په داسې حال کې چې هغه د مولانا فضل الرحمان له نزدې ملګرو څخه دى او تاج محمد آفريدي د سينيټ غړى هم پاتې شوى دى.
عدنان جلیل د پېښور سره تعلق لرونکی یو سوداګر او د عوامي نیشنل ګوند د پخواني مشر حاجي محمد عدیل زوی دی.
محمد علي شاه د سوات سره تعلق لري او د مسلم ليګ ن سره تعلق لري.
د نگران کابینې غړی حاجي غفران چې مشهور صنعتکار دی د صوابۍ ضلعې سره تعلق لري او د خیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر سردار مهتاب احمد خان نږدې ملګری دی.
د صوبې سرپرست وزیر فضل الهي هم یو صنعتکار دی. صوبايي وزیر بخت نواز د بټګرام ضلعې سره تعلق لري او د پخواني صوبائي وزیر عالم زیب خان زوی دی.
د دې نه علاوه د صوبائي وزیر خوشدل خان تعلق د نوښار ضلعې سره دی. عبدالحلیم قصوریا د صوبايي اسمبلۍ غړی هم پاتې شوی دی.
د بنو نه پخوانې ایم پی اے حامد شاه په مختلفو سیاسی پارټو کښې دی او شفیع الله خان هم صوبائي وزیر ټاکلې شوی دی.





