د سند هائي کورټ حکومت ته امر کړی چې د صفایی کوونکو لږترلږه میاشتنۍ معاش 25,000 روپۍ یقیني کړي.

باغی ټی وی رپورټ
کراچۍ: د سند هائي کورټ حکومت ته امر کړی چې د صفایی کوونکو لږترلږه میاشتنۍ معاش 25,000 روپۍ یقیني کړي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د هغې پرېکړې هرکلى کړى، چې له مخې يې د صفایی کوونکو ته د مياشتې لږ تر لږه ٢٥ زره روپۍ معاش ورکول کېږي.
کمیسیون د محکمې حکم د کمزورو طبقو لپاره د باعزته ژوند د ممکنه کولو لپاره لومړی ګام وباله.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د نورو صوبو نه غوښتنه کړې چې د سنیتیشن ادارې د کارکوونکو لپاره لږ تر لږه میاشتنۍ تنخواګانې یقیني کړي.





