د جرمني د حکومت ویاند ویلي دي چې جرمني اوکراین ته په عصري ټکنالوژۍ سمبال لیوپارډ ۲ ټانکونه ورکولو منظوري ورکړې ده.

0
103

باغی ټي وي رپورټ
د جرمني د حکومت ویاند ویلي دي چې جرمني اوکراین ته په عصري ټکنالوژۍ سمبال لیوپارډ ۲ ټانکونه ورکولو منظوري ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند سټیفن هابسټریټ ویلي، چې د جرمني حکومت له خوا له شریکو هېوادونو څخه د ټانکونو بیا صادرول هم منظور شوي دي.

د اوکرایین ولسمشر زیلینسکي د جرمني له صدراعظم اولاف شولز څخه د مننې په ترڅ کې له روسیې سره په روانه جګړه کې د کییف د ټانکونو د سمبالولو په اړه د جرمني پریکړه یوه مهمه او پر وخت پریکړه وبلله.له بلې خوا روسیې په خپل غبرګون کې اوکراین ته د لیوپارډ ۲ ټانکونو د ورکولو په اړه د جرمني پریکړه غندلې او دا یې د لویدیځ پاروونکې بللې ده.

روسیه وايي، دا پرېکړه ثابتوي چې جرمني د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازیانو د جنایتونو په اړه خپل تاریخي مسوولیت هېر کړی دی.

روسیه وايي اوکراین ته د درنو وسلو ورکول دا ثابتوي چې لوېدیځ جګړې ته لمن وهي.

Leave a reply