د دفاع وفاقي وزير خواجه اصف وايي عمران خان دومره یو سپک سړی دی چې په جيل کې به يې د مخالفانو ډوډۍ هم کتله چې له کومه راځي.
باغی ټي وي رپورټ
د دفاع وفاقي وزير خواجه اصف وايي عمران خان دومره یو سپک سړی دی چې په جيل کې به يې د مخالفانو ډوډۍ هم کتله چې له کومه راځي.
نن د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره خبرو کښې خواجه آصف اوويل چې عمران خان په جېلونو کښې د مخالفانو کمبلې هم چک کړې خو يو هم ورته کمبلې نه دي ورکړي.
ده ووئيل چې ما چې د ضمانت درخواست وكړو نو د يو بل نه پس څلور بنچونه مات شول، شهباز ګېل او اعظم سواتي څلور ورځې پس ضمانت وكړو، مونږ د 60، 60 او 90، 90 ورځو په ريمانډ كښې كړې شو۔خواجه اصف وويل چې عمران خان څلور کاله ړوند و او اوس هم د تکبر برج دی، خو د عمران خان د نيولو کوم پلان نشته.