د پاکستان د تحریک انصاف د نیول شوي مشر فواد چوهدري ورور فراز چوهدري په ضمانت خوشي شوی دی

باغی ټی وی رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف د نیول شوي مشر فواد چوهدري ورور فراز چوهدري په ضمانت خوشي شوی دی.
په جهلم کښي د فواد چوهدري د ګرفتاري خلاف پي ټي آئي کارکنانو په جي ټي روډ باندي احتجاجي مظاهره کړي ده چي پکښي د فواد چوهدري ورور فراز چوهدري او پخواني ايم پي اے چوهدري ظفر هم موجود وو۔
فراز چوهدري د مظاهرې له ځايه د پوليسو لخوا ونيول شو.
خو اوس د فراز چوهدري ضمانت منظور شوی دی او هغه ازاد شوې. د سيمې مجسټرېټ وقاص وڑائچ د فراز چوهدري د خوشي کولو احکامات جاري کړي دي۔
د فواد چوهدري ورور فراز چوهدري هم د ګوند ضلعې جنرل سیکرټري دی.






