پوليسو د پي ټي آئي د کارکنانو او مقامي مشرانو خلاف مقدمه درج کړې ده
باغی ټی وی رپورټ
اسلام آباد: پوليسو د پي ټي آئي د کارکنانو او مقامي مشرانو خلاف مقدمه درج کړې ده۔
د پوليس ترمخه د عمران خان په بلنه مقامي قيادت د نومبر په مياشت کښې جي ټي روډ بند کړے وو چې پکښې د پخواني ايم پي اے عبدالوحيد قاسم په شمول د ۱۲ کسانو په ضد په ماندهرا پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔
د پوليس ترمخه د جي ټي روډ د غيرقانوني جلسو او بلاک کولو مقدمه درج کړي شوي ده چي پکښي د جي ټي روډ بندولو سره د ښاريانو د پریشانولو په تور 170 نامعلومه کسان هم نيولي شوي دي۔