پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په هېواد کې د ګازو بیې لوړې کړي او د پټرولو بیه به هم لوړه کړي
باغي ټي وی رپورټ
اسلام اباد: پاکستان د پیسو نړیوال صندوق (IMF) ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به په هېواد کې د ګازو بیې لوړې کړي او د پټرولو بیه به هم لوړه کړي.
د مالیې وزارت د سرچینو له مخې، د پاکستان او IMF ترمنځ مجازی خبرې اترې شوي، چې په کې د پاکستان د مالیې سکرتر حامد یعقوب شیخ په مشرۍ یوه پلاوي خبرې وکړې او د IMF لخوا د ماموریت مشر ناتن پورټر په خبرو کې برخه اخیستې وه.
د مالیې وزارت د سرچینو له مخې پاکستاني پلاوي ته د اقتصادي وضعیت په اړه معلومات ورکړل شول
د سرچينې د معلوماتو له مخې، پاکستاني پلاوي ته هم د ګازو د بيو د لوړېدو له پرېکړې خبر شوى و، چې په تدريجي ډول لوړېږي.
دسرچينو له مخې ائي ايم ايف غوښتنه کړې چې پاکستان دې په مصنوعي ډول د روپۍ ارزښت کم نۀ کړي، په بجلۍ دې سبسډي هم ختمه کړل شي، دټيکس اؤ جي ډي پي تناسب زياتولو لپاره دې گامونه پورته کړل شي اؤ بيلابيلو شعبو ته دې معافيتونه هم ورکړل شي. لرې شي
سرچينې وايي، پاکستان د پيسو له نړيوال صندوق څخه د دغه پروګرام پر بېرته پيلولو ټينګار کړى دى.