په دې منطقه د امن قایمولو لپاره کار کوو: د پاکستان فوځ سرلښکر

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه یو ځل بیا ژمنه کړې چې په دې علاقه کښې به د امن لپاره کار کوي، ویلي ی دي چې پاکستان فوځ او نورې امنیتي ادارې چمتو دې چې د پاکستان او ددې منطقې امنیت په بشپړه توګه خوندي کړي.
د پاکستان فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د کور کمانډر په غونډه کښې ګډون کړې دې، په دې اهم غونډه کښې د پاک افغان پولې د امنیت په اړه خبرې شوي دي، په ملک کښې د امنیت ټینګولو لپاره د امنیتي ځواکونو ګامونو ستاینه شوې ده.
په دې موقع د پاکستان فوځ سرلښکر د فوځ او نورو سیکوریټي ادارو اهلکارو قربانۍ وستایلې او دا ی تکرار کړه چې د پاکستان او په دې خطه کښې به د امن ټینګولو لپاره ګامونه پورته کړو او دا چې د پاکستان فوځ او نورې سرکاري ادارې چمتو دي چې د پاکستان په ضد کارکوونکې دښمنانو او نور مخالفینو ته سخت ځواب اووایو او ددوی خلاف به سخته کاروایی وکړو.
پاک فوج کی کور کمانڈر کانفرنس
آرمی چیف جنرل قمر جاوید باجوہ نے صدارت کی
بارڈر منیجمنٹ اور اندرونی سیکیورٹی پر غور کیا گیا
امن و امان اور ملک کو نقصان پہنچانے والے عناصر کی مذموم کارروائیوں کو روکنے کے لئے کئے گئے اقدامات کو سراہا گیا#PakistanArmy #DGISI #ISPR pic.twitter.com/ix7Ut5AGQ8— ترکیہ اردو (@TurkiyeUrdu_) October 5, 2021






