پوليسو د فواد چوهدري ورور نيولی دی.
باغي ټی وی رپورټ
جهلم: پوليسو د فواد چوهدري ورور نيولی دی.
د پي ټي آئي کارکنانو په جي ټي روډ باندي د پي ټي آئي د مشر فواد چوهدري د نيولو په ضد احتجاجي مظاهره کړي وه چي پکښي د فواد چوهدري ورور فراز چوهدري او پخواني ايم پي اے چوهدري ظفر هم موجود وو۔
پولیسو د فواد چوهدري ورور فراز چوهدري نیولی چې د تحریک انصاف مشرې شیرین مزاري هم تایید کړې ده.
په اسلام اباد کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې شيرين مزاري د فراز چوهدري د نيولو پخلی وکړ.
د فواد چوهدري ورور فراز چوهدري هم د ګوند ضلعې جنرل سیکرټري دی.