اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ 43 نور غړي ډي نوټيفې کړي دي

0
175

باغي ټی وی رپورټ
اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف د قامي اسمبلۍ 43 نور غړي ډي نوټيفې کړي دي۔

د پاکستان د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف تېره ورځ د پاکستان د تحريک انصاف د ۴۳ نورو غړو استعفاوې منلې وې، چې له هغې وروسته يوازې د پي ټي ايي منتقد غړي او دوه هغه غړي چې د رخصتۍ غوښتنه يې کړې وه، په قومي اسمبلۍ کې پاتې دي.

د قامي اسمبلۍ سپيکر د پي ټي آئي د غړو استعفې منلې او اليکشن کمېشن ته يې د ډي نوټيفيکۍ لپاره ليکلي دي.

اوس داسې راپورونه دي چې د انتخاباتو کمېشن د پاکستان تحریک انصاف ۴۳ استعفی شوي غړي بې اطلاعه کړي دي.

تر اوسه د کومو غړو استعفاوې منل شوې دي؟

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف د پاکستان د تحريک انصاف د ۳۴ غړو او د کورنيو چارو پخواني وزير شيخ رشيد استعفاوې منلې وې.

د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ سپيکر د ۲۰۲۲م کال په جولائي کې د پي ټي ائي د قومي اسمبلۍ د ۱۱ غړو استعفاوې منلې وې چې پکې د کراچۍ نه د قامي اسمبلۍ غړي شکور شاد په عدالت کې درخواست جمع کړی ؤ او خپله استعفا يې بيرته اخستې وه .

د قومي اسمبلۍ سپيکر د جنورۍ په ۲۰ مه د پي ټي آئي د ۳۵ نورو غړو استعفاوې منلې وې.

اوس د ۴۳ نورو استعفاګانو له منظورۍ وروسته د پاکستان تحریک انصاف ۱۲۲ استعفاوې او د شیخ رشید یوه استعفا منل شوې ده.

Leave a reply