د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست نن ورځ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي.

0
173

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست نن ورځ د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره کتلي.

25 جنوري 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ له مشرانو او سپین ږیرو سره نن چهار شنبه په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

 

په پیل کې د بلخاب ولسوالۍ مشرانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست څخه مننه وکړه او د اسلامي امارت او ولس تر منځ یې پر اړیکو او هماهنګۍ ټینګار وکړ.

 

همدارنګه یادو مشرانو د اسلامي امارت د نظام له ښه چلند څخه خوښي وښودله او ژمنه یې وکړه چې د بلخاب ولسوالۍ ولسونه به د اسلامي امارت د نظام تر څنګ ولاړ وي خپل دین، هیواد او خلکو ته به خدمت کوي.

 

دغه راز یې د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ مشرانو او مخورو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره شریکې کړې.

 

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته د مشرانو له حضور او تشریف راوړلو څخه د مننې او قدردانۍ په څرګندولو سره د سولې په تامین او د ملي یووالي په ټینګښت کې د مشرانو رول خورا مهم او ارزښتناک وباله.

اړوند موضوعات

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ترکي شرکت له استازي او ګوانتنامو زنداني اسدالله هارون سره کتلي.

 

د کانونو سرپرست وزیر ژمنه وکړه چې د امکاناتو په پام کې نيولو سره به يې د خلکو ستونزې حل شي.

Leave a reply