د خېبرپښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن پخوانی مشر اکرم دراني د خېبرپښتونخوا د نگران کابینې د جوړولو په اړه کومې نتیجې ته نه دی رسېدلی

باغی ټی وی رپورټ
پېښور: د خېبرپښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن پخوانی مشر اکرم دراني د خېبرپښتونخوا د نگران کابینې د جوړولو په اړه کومې نتیجې ته نه دی رسېدلی.
دسرچينو ترمخه دخيبرپښتونخوا ګورنر غلام علي اؤ داپوزيشن پخواني مشر اکرم دراني ترمينځ گورنرهاؤس کې ليدنه شوې چې پکې د نگران کابينې په اړه صلاح مشورې کومې نتيجې ته نۀ دي رسيدلي.
سرچينې وائي دخيبرپښتونخوا د نگران کابينې نومونه نۀ دي فائنل شوي اؤ پي ټي ايم گوندونو هم خپل نومونه نۀ دي فائنل کړي.
دسرچينو له مخې اکرم خان دراني په دوه ورځو کې دخيبرپښتونخوا گورنر سره دوهمه ليدنه کړې ده.
سرچينې وائي چې پي ډي ايم د نگران کابينې لپاره د 16 څخه تر 18ؤ نومونو فهرست تيار کړى دى په داسې حال کې چې وزيراعلي اعظم خان د لنډې کابينې جوړولو په حق کې دى.






