هند پاکستان ته بلنه ورکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) غونډه کې ګډون وکړي

0
201

باغي ټي وی رپورټ
هند پاکستان ته بلنه ورکړه چې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) غونډه کې ګډون وکړي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې هند د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري ته د شانګهای همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډه د روان کال په مې میاشت کې د هند په ګوا ښار کې جوړېږي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د پاکستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو د پاکستان بلنې ته له ځواب ویلو ډډه کړې ده.

ياده دې وي چې تر دې وړاندې د ۲۰۱۱ کال په جولای مياشت کې د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کهر هند ته سفر کړی و.

Leave a reply