پاکستان تحريک انصاف د فواد چوهدري د نيولو په ضد په ټول ملک کښې د احتجاج کولو فيصله کړې ده
باغی ټی وی رپورټ
پاکستان تحريک انصاف د فواد چوهدري د نيولو په ضد په ټول ملک کښې د احتجاج کولو فيصله کړې ده۔
دسرچينو ترمخه پي ټي ائي د فواد چوهدري د نيولو په ضد د حکومت د انتقامي اقداماتو په ضد په ټول ملک کې د احتجاج کولو فيصله کړې ده.
دسرچينو له مخې عمران خان نن زمان پارک کې دتحريک انصاف دمشرانو غونډه رابللې ده.
سرچينې وايي چې په دې غونډه کې به د نورو ګوندونو د مشرانو د احتمالي نيول کېدو په اړه د غبرګون په تګلاره هم خبرې وشي.
سرچينې وائي دعمران خان په مشرۍ کې به په دغه غونډه کې دحکومت لخوا دانتخاباتو ځنډولو په اړه هم خبرې اترې کيږي.
ياده دي وي چي د تحريک انصاف چيرمين عمران خان به نن مازيګر څلور بجې يو مهم پريس کانفرنس کوي۔