سينئر خبريال او شنونکی حامد مير وايي، د الېکشن کمېشن د توهين په مقدمه کې د عمران خان او اسد عمر د نيولو امکان هم شته
باغی ټي وی رپورټ
اسلام اباد: سينئر خبريال او شنونکی حامد مير وايي، د الېکشن کمېشن د توهين په مقدمه کې د عمران خان او اسد عمر د نيولو امکان هم شته.
حامد میر د جیو نیوز پروګرام جیو پاکستان کې د خبرو پر مهال وویل چې د فواد چوهدري خلاف د الیکشن کمیشن سیکرټري په کوهسار پولیس سټیشن کې مقدمه درج کړې ده چې پکې ویلي شوي وو چې فواد چوهدري د الېکشن کمېشن په اړه اعتراض کوونکي څرګندونې کړي دي.
ده ووئيل د فواد چوهدري نيول ښايي د ګرفتارۍ وړومبۍ مرحله وي، اليكشن كمېشن عمران خان په يوه مقدمه كښې مفرور اعلان كړے دے۔
حامد مير وويل د فواد چوهدري په ضد مقدمه دومره مضبوطه نۀ ده، کيداى شي په لمړي حاضرۍ کې يې ضمانت منظور کړل شي يا عدالت ددوؤ ورځو په ريمانډ کې ورکړي.
هغه زياته کړه چې پرون د زمان پارک نه بهر د پي ټي ائي د کارکنانو ګڼه ګوڼه نه وه، ښايي همدا وجه وي چې په اسلام اباد کې ناستو خلکو د فواد چوهدري د نيولو فکر کړی و، د ټاکنو کمېشن کېس کې د عمران خان او اسد عمر د سپکاوي امکان هم شته. د نيولو