د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د نيولو په اړه د اسلام اباد پوليس بيان مخې ته راغلی دی

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف د مشر فواد چوهدري د نيولو په اړه د اسلام اباد پوليس بيان مخې ته راغلی دی.
فواد چوهدري د شپې ناوخته له ٹھوکر نیاز بېګ څخه نیول شوی او داسې راپورونه دي چې د اسلام اباد پولیسو هغه نیولی او وفاقي پلازمېنې ته یې وړی دی.
اوس په دې لړ کې د اسلام اباد د پوليسو بيان مخې ته راغلی چې پکې د فواد چوهدري د نيولو پخلی شوی دی.
د اسلام اباد پولیس په سوشل میډیا په خپل یو بیان کې ویلي چې د پاکستان د آئيني ادارې په غوښتنه د تحریک انصاف د مشر فواد چوهدري خلاف مقدمه درج شوې ده.
د پولیسو په وینا دا د پاکستان د الیکشن کمیشن د سیکرټري په غوښتنه په کوهسار پولیس سټیشن کې ثبت شوې ده.
د اسلام اباد پولیسو زیاته کړې چې فواد چوهدري چیف الیکشن کمشنر او غړو ته ګواښ کړی چې د خپلو دندو د ترسره کولو مخه ونیسي.
د وفاقي پلازمينې پوليس زياته کړې چې فواد چوهدري د آئيني ادارو په ضد د بدامنۍ او د خلکو د احساساتو د پارولو کوشش کړی دی، مقدمه به د قانون مطابق چليږي.






