د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو څرګنده کړه چې پاکستان او هند په ۲۰۱۹ کال کې اټومي جګړې ته نږدې شوي دي.

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو څرګنده کړه چې پاکستان او هند په ۲۰۱۹ کال کې اټومي جګړې ته نږدې شوي دي.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پامپیو په خپل نوي کتاب ‘Never Give an Inch: Fighting for the America I Love’ کې یو شمېر انکشافات کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي نړۍ نه پوهېږي چې پاکستان او هند د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې اټومي جګړې ته څومره نږدې شول، د امریکا مداخلې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ مخه ونیوله.د پومپیو په وینا، په مقبوضه کشمیر کې د ۴۱ هندي پوځیانو له وژل کېدو وروسته، هند هوايي بریدونه وکړل، پاکستان د هند یوه جنګي الوتکه ویشتلې او پیلوټ یې نیولی و، زه هغه مهال په هانوي کې د یوه کنفرانس لپاره وم.

د امریکا د بهرنیو چارو پخواني وزیر په خپل کتاب کې ویلي، چې د یوه لوړپوړي هندي چارواکي په بیړني تلیفوني تماس راپاڅېد، هندي چارواکي په دې باور و، چې پاکستان د اټومي برید لپاره چمتووالی نیولی دی، هغه ویلي، چې هند په یوه اقدام غور کوي. چې ما وویل چې هیڅ مه کوئ، موږ ته وخت راکړئ چې شیان تنظیم کړو.د پومپیو په وینا، د متحده ایالاتو ډیپلوماتانو پاکستان او هند دواړه قانع کړل چې اټومي جګړې ته نه ځي، هغه وایی چې په هغه شپه چې هیڅ هیواد نشي کولې یو د ناوړه پایلې او د جنګ څخه مخه و نیول شوه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS Office

搜狗输入法下载

汽水

Safew

Whatsapp官网下载

Whatsapp网页版登入

雷电模拟器海外版

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法电脑版

快连vpn下载

雷电模拟器9下载

Telegram中文

Telegram官网