د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو پلاوی په اسلام اباد کې د پاکستان د لوی درستیز جسټس عمر عطا بندیال سره د لیدو لپاره سترې محکمې ته تللی وو خو دوی ته اجازه نه وه ورکړل شوې

د قومي اسمبلۍ غړو شميره 8 وه خو پلاوي ته د چيف جسټس آف پاکستان سره د ملاقات اجازت نه دې ترلاسه شوې۔ سرچينې وائي چې د سپريم کورټ رجسټرار هم د پي ټي آئي غړو سره ملاقات و نه شو.

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو پلاوی په اسلام اباد کې د پاکستان د لوی درستیز جسټس عمر عطا بندیال سره د لیدو لپاره سترې محکمې ته رسېدلی دی.

د پاکستان د چيف جسټس سره د ملاقات دپاره د قومي اسمبلۍ غړو شميره 8 وه خو پلاوي ته د چيف جسټس آف پاکستان سره د ملاقات اجازت نه دې ترلاسه شوې۔ سرچينې وائي چې د سپريم کورټ رجسټرار هم د پي ټي آئي غړو سره هم لیدنه و نه شوه.
ميډيا سره خبرو کښې عامر ډوګر اوويل چې د پي ټي آئي د استعفاګانو منلو په مسله کښې د چيف جسټس سره ملاقات نه دې شوې ولې سپريم کورټ ورته واپس اسمبلۍ ته د تګ غوښتنه کړې وه او حکومت استعفې منلې ده۔

بل لوري ته فواد چوهدري وئيلي دي چې دا بحران دسپيکر رولنگ په اړه د سپريم کورټ د پريکړې له امله مخې ته راغلى دى، عدليه دې خپل کردار ادا کړي، په پاکستان کې دا مهال په ايوانونو کې ٦٥ فيصده څوکۍ خالي دي. د ټاکنو کمیسیون یوازې یو وزیر شو، د ټاکنو کمیسیون ته زنګ وهي او د یوه مامور په څیر لاسلیکونه کوي.
ياده دې وي چې د قومي اسمبلۍ سپيکر د تحريک انصاف د 43 نورو غړو استعفاوې منلې دي.

اوس د ۴۳ نورو استعفاګانو له منظورۍ وروسته د پاکستان تحریک انصاف ۱۲۲ استعفاوې او د شیخ رشید یوه استعفا منل شوې ده.