حکومت پرېکړه کړې چې د برېښنا د پرې کېدو په څېر پېښو د مخنيوي لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره جوړه کړي

باغي ټي وي رپورټ
حکومت پرېکړه کړې چې د برېښنا د پرې کېدو په څېر پېښو د مخنيوي لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره جوړه کړي.

تيره ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د وفاقي کابينې غونډه کښې مهمې فيصلې وشوې۔

په غونډه کې د انرژۍ سپمولو په اړه د هېواد په کچه د عامه پوهاوي لومړی کمپاین تصویب شو او هدایات ورکړل شول چې د انرژۍ سپمول څومره مهم دی، په تعلیمي نصاب کې دې هم شامل شي.د دې نه علاوه وزيراعظم هدايت وكړو چې د خېبرپښتونخوا او پنجاب نگران حكومتونه دې هم د انرجۍ سپمولو په پروژو په اعتماد كښې اخستلې شي او د ستونزو د رامنځته كولو ذمه واري دې په واضحه توګه وپېژندل شي۔

د انرژۍ وزير خرم دستګير کابينې ته وويل، چې د لومړنيو راپورونو له مخې، پېښه د سهار په ٧:٣٤ بجو د شمال-جنوب د برېښنا لېږد لاين کې د تخنيکي خرابۍ، د ولټاژ د ناڅاپي بدلون او په فريکونسۍ کې د ګډوډۍ له امله رامنځته شوې، چې وروسته د برېښنا د لېږد سيستم په ټپه ودرېد. د اتوماتیک محافظت سیسټم لاندې تړل شوی.
په غونډه كښې د توشه خانې تفصيلات عام كولو منظوري هم وركړې شوه، د توشه خانې په اړه د بين الصوبائي كمېټۍ د تجويزونو په بنياد جامع رپورټ كابينې ته وړاندې كړے شو كوم كښې چې د توشه خانې د نوې پالېسۍ مسوده هم شامله ده۔ .

وزيراعظم شهباز شریف لارښوونه وکړه چې د دې تجويزونو په رڼا كښې دې بين الصوبائي كمېټۍ په خپل رپورټ كښې بدلونونه راوستلې شي او د بدلون رپورټ دې د كابينې په راتلونكې غونډه كښې د منظوري لپاره وړاندې كړې شي۔