په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې ترکیې اعلان وکړ چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ نه کوي.

د سویډن ښي اړخي افراطي ګوند مشر راسموس پلوډین اعلان کړې چې د شنبې ، خالي په ورځ به په ستاک هوم کې د ترکیې د سفارت مخې ته مظاهره وکړي او د قران کریم د سوځولو پلان هم لري.

باغی ټي وي رپورټ
په سویډن کې د قران کریم د سپکاوي په غبرګون کې ترکیې اعلان وکړ چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ نه کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه بیان کې ویلي، که سویډن د مسلمانانو مذهبي عقایدو ته درناوی ونه کړي، په ناټو کې د غړیتوب لپاره به زموږ ملاتړ ترلاسه نه کړي.
د ترکيې ولسمشر وويل، سويډن بايد له دغو اسلام ضد عناصرو او ترهګرو څخه ځان وساتي، زموږ لپاره له اسلام، د هغه له لارښوونو او له قران کريم پرته بل څه نشته.

ياده دې وي چې په ناټو کې د غړيتوب پر سر د سويډن او ترکيې ترمنځ کړکېچ روان دى، سويډن غواړي چې په ناټو کې شامل شي خو ترکيه يې مخالفه ده.

ترکیه وايي، سویډن باید لومړی د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان او د کردانو پر مشرانو نیوکه کوونکي له دندو ګوښه کړي، خو سویډن یې دا غوښتنې نه مني.په تیرو څو ورځو کې د سویډن د ښي اړخي افراطي ګوند مشر راسموس پلوډین اعلان وکړ چې د شنبې ، خالي په ورځ به په ستاک هوم کې د ترکیې د سفارت مخې ته مظاهره وکړي او د قران کریم د سوځولو پلان هم لري.

د سویډن چارواکو راسموس ته د قرآن کریم د سپکاوي اجازه ورکړې وه، چې ترکیې هم په دې اړه ژوره غوسه څرګنده کړه او د سویډن سفیر یې دوه ځله احضار کړ او احتجاج یې ثبت کړ.

په هرصورت، د ټولو لاریونونو سره سره، متنازع سیاستوال د جنوري په 21 په سټاک هوک کې د قرآن کریم په سپکاوي کې برخه واخیسته.
په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۰ کال کې هم پلوډن له خپلو همکارانو سره په ګډه هڅه وکړه چې د قران کریم د سوځولو مراسم تنظیم کړي چې وروسته په سویډن کې پراخ لاریونونه وشول.